ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هېواد کې محصلینو ته د عملي زده ‌کړو زمینه برابریږي

محصلینو ته د عملي زده ‌کړو زمینه برابرولو، د تجروبو شریکوولو، په علمي څېړنو کې له تخنیکي امکاناتو څخه سالمه ګټه اخیستلو، په علمي او لویو رغنیزو ښاري او مسکن پروژو کې د استادانو او انجنیرانو ظرفیت لوړولو په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه د کور او ښار جوړولو وزارت او د لوړو زده کړو وزارت ترمنځ د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شوی.

د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني یاد هوکړه لیک ګټوره بللی او ویلي يي دي، چې باید د ټول هېواد په کچه عملي شي.

د نوموړي په وینا، د کور او ښار جوړولو وزارت له نورو اړونده ادارو سره په همغږي هڅه کوي، ترڅو هېوادوالو ته کیفیت لرونکي او معیاري ښارونه او سرپناوې برابرې کړي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم ویلي، چې د نورو اړوندو ادارو سره ورته هوکړه لیکونو ته دوام ورکوي، ترڅو له امله یې چارې معیاري او د وخت اړتیاوو ته جواب ویونکي وي.

نوموړي په پوهنتونونو کې د نظري زده کړو ترڅنګ عملي زده کړې مهمې بللي او د ورته هوکړو پر اغېز یې بشپړ معلومات ورکړي.