ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې او د ايران د اوسپنې پټلۍ مرستيالانو لیدنه؛ د انتقالاتو کچې پر زیاتوالي خبرې شوي

ټولګټو وزارت وايي؛ د دې وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محمد اسحاق صاحبزاده د ايران هېواد د اوسپنې پټلۍ له مرستيال مرتضی جعفری او مل پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.

په ياده ليدنه کې د خواف-هرات اوسپنيزې کرښې له لارې د انتقالاتو د کچې پر زياتوالي، سوداګرو ته د صادراتو، وارداتو او ټرانزيټ په برخه د لازمو اسانتياوو رامنځ ته کولو، د سوداګريزو اموالو د انتقال او بارولو په جذب او ظرفيت لوړولو او د دوه اړخيزه ريلي همکاريو په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو د خواف-هرات اوسپنيزې کرښې له لارې د تېر په پرتله د سوداګريزو انتقالاتو کچه لوړه شوې ده.