د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو له مسولینو سره، د غیر قانوني تجهیزاتو، سیمکارټونو، لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي چوپړ د رسولو او په ګډه هېواد کې د مخابراتي سکټور د پرمختګ په تړاو خبرې وکړې.
مولوي نجیب الله حیات حقاني افغانستان کې د مخابراتي چوپړتیا او په دې برخه کې ژمنتیا مهم اصل یاد کړ، چې مخابراتي شبکې یې په پلي کولو مکلفې یادې کړې او همدا راز د هېواد او د مخابراتي سکټور اړوند قوانینو رعایت کول یې د ټولو مخابراتي شبکو اصلي دنده یاده کړه چې د سکټور په ټولو برخو کې باید تطبیق شي.
نوموړي د مخابراتي شبکو استازو ته وویل؛ د سکټور او مخابراتي شبکو ترمنځ ځینې مشترکات موجود دي، چې هغه ولس ته خدمت کول دي او په دې برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په ټولو مخابراتي شبکو د قانون تطبیقولو صلاحیت لري چې له مخې یې مخابراتي شبکې چوپړ وړاندې کوي او هېوادوالو ته یې په اساس خدمت سر ته رسوي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په وینا؛ مونږ هېواد کې د مخابراتي سکټور په قانوني بڼه مخې ته د بیولو لپاره هڅه کړې او له سیمکارټونو نیولې بیا تر نورو برخو، هاند مو دا و چې دغې سکټور کې ټولې چارې خپلې قانوني بڼې ته راشي او هغه غیر مجوز تجهیزات چې له فتحې مخکې په هېواد کې په غیرقانوني ډول نصب شوي وو ټول شناسايي شوي او مخابراتي شبکې یې په جواز اخیستلو مکلفې شوي دي.
ښاغلي حیات حقاني ټینګار وکړ، چې د غیر مجاز تجهیزاتو له بررسۍ وروسته چې ترسره شوې، که د هر مخابراتي شرکت غیر قانوني تجهیزات کشف شول، له قانوني برخورد سره به مخ شي .
ورته مهال نوموړي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې ته په اشارې وویل؛ یاده اداره هېواد کې د ټولو مخابراتي شبکو د تنظیم دنده پر غاړه لري او له فتحې وروسته هڅه شوې د دغې ادارې قوانین په صحیح مانا پلي او له همدې ادرسه د مخابراتي سکټور د ودې او پرمختګ لپاره بېلابېلې لارې چارې ولټول شي او تل هڅه شوې چې افغانستان کې د مخابراتي سکټور پر وړاندې موجودې ستونزې حل او خنډونه له مخې لرې شي.
مولوي نجیب الله حیات حقاني زیاته کړه؛ د وزارت د اترا ادارې د بورډ د فیصلې څخه پرته د سیمکارټونو د بندولو حق او صلاحیت چا ته نه دی ورکړل شوی او په دې برخه کې مخابراتي شبکې باید پوره متوجه اوسي، د ستونزې په صورت کې کولی شي د وزارت مقام ته مراجعه وکړي او هغه سیمکارټونه چې مخابراتي شبکو ته ورکول کېږي د ورکړل شویو ټولو سیمکارټونو د ثبت او راجسټر د پروسې معلومات باید پر وخت له وزارت سره شریک او د نویو سیمکارټونو لپاره غوښتنه وکړي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي شبکو اړتیا او د نیازمندۍ په اساس نوي سیمکارټونه ورکوي.
ښاغلي حیات حقاني په ټینګار سره مخابراتي شبکو ته لارښوونه وکړه، چې خپل پرمختګ باید د یوه متوازن انکشاف په اساس وکړي او د هېواد لرو پرتو سیمو ته مخابراتي چوپړ ورسوي.
مخابراتي شبکو سره د لیدنې پر مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني ټولو مخابراتي شبکو ته لارښوونه وکړه، چې د بدخشان ولایت واخان سیمه کې د اقلیمي شرایطو له برابرېدو وروسته باید هره شبکه دوه مخابراتي سایټونه یادې سیمه کې نصب او د خدمت په موخه یې فعالې کړي .
د غونډې په پای کې ټولو مخابراتي شبکو مسولینو وویل، د هېواد او مخابراتي سکټور ټولو قوانینو ته ژمن دي او له فتحې وروسته مخابراتي شبکو د کارونو او پرمختګونو په برخه کې لازمې اسانتیاوې او مهم تغیرات راغلي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په مرسته ډېری مشکلات حل شوي دي.
د دوی په وینا، د نورو برخو تر څنګ سیمکارټ چې هېواد کې یوه ملي پروسه وه له فتحې وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په مرسته پلي شوې چې د هېوادوالو له تاوده هرکلي سره مخ شوې .