ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په تېره ۱۵ میاشتنۍ جګړه کې غزې څه بایللي؟

د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې اسرائیلي یرغلګرو غزه تړانګه کې لږ تر لږه ۴۶ زره او ۹۱۳ فلسطینیان شهیدان کړي او ۱۱۰ زره او ۷۵۰ نور یې ټپیان کړي دي.

صهیونیستي رژیم غزه کې د جګړې په تېرو ۴۷۱ ورځو کې په منځني ډول هره ورځ نږدې ۱۰۰ فلسطینیان شهیدان کړي دي.

دا تړانګه د اټکل له مخې ۲.۳ میلیونه نفوس لري، چې نیمايي یې ماشومان دي. د جګړې له پیل راهیسې د غزې په نفوس کې ۶ سلنه کمښت راغلی دی.

په تېره ۱۵ میاشتنۍ جګړه کې اسرائیلي عسکرو د غزې له هرو ۱۰۰ کسانو دوه شهیدان کړي او له هرو ۱۰۰ یې ۵ ټپیان کړي دي.

شاوخوا ۱۱ زره او ۱۶۰ کسان ورک دي، مانا په هرو ۲۰۰ فلسطینیانو کې یو بې‌درکه دی او ډېری یې له ۴۲ میلیونه ټنو څخه تر زیاتو خاورو لاندې دي. سربېره پر دې ۱۰۰ زره فلسطینيان له غزې وتلي دي.

دغه‌راز په هرو لسو فلسطینیانو کې ۹ کډوال او بې‌ځایه شوي او له دوی څخه ډېری یې د جګړې له پیل راهیسې څو-څو ځله بې‌ځایه او په بېلابېلو پناه‌ځایونو کې مېشت شوي دي.

د غزې بې‌ځایه شوي څه ته ورستانه شي؟

د څېړونکو له قوله د غزې تړانګې د ټولو ودانیو لږ تر لږه ۶۰ سلنه ویجاړې او له منځه وړل شوې دي.

د غزې ۹۰ سلنه نفوس بې‌ځایه شوی او دا په اوسنیو پرمختللو جګړو کې تر ټولو لوړ شمېر دی. د ډېری دې کډوالو سیمې په بشپړ ډول له منځه وړل شوې او اړین خدمتونه، لکه روغتونونه او ښوونځي یې ویجاړ شوي او روغتیايي خدمتونه او برېښنا یې له منځه وړل شوې ده.

ځینې کارپوهان اټکل کوي، چې غزه تړانګه کې د رامنځته شویو ۴۲ میلیونه ټنه ویجاړیو او کثافاتو پاکول به لږ تر لږه یوه لسیزه وخت ونیسي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا د راپور له مخې، د جنوري تر ۱۴مې د غزې د ۳۶ روغتونونو نیمايي په جزوي ډول فعالیت کاوه، ۸۸ سلنه ښوونځي زیانمن او یا ویجاړ شوي، ۹۲ سلنه کورونه ویجاړ او یا زیانمن شوي، ۶۸ سلنه کرنیزه ځمکه او د ټولو سړکونو ۶۸ سلنه ویجاړه او له منځه وړل شوې ده.

غزه ولې په چټکۍ ویجاړه شوه؟

اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د حماس له برید څو ساعته وروسته په غزه هوايي بریدونه او په شمال کې یې ځمکنی یرغل پیل کړ. صهیونیسي رژیم د جبالیا او بیت‌حانون په څېر په ګڼ مېشتو سیمو تمرکز وکړ.

د جګړې په لومړۍ میاشت د ټولو ودانیو ۱۵ سلنه ویجاړې او یا زیانمنې شوې، چې د نومبر تر ۱۰مې د غزې په شمال کې ۳۴ سلنه او په مرکز کې بیا ۳۱ سلنه ودانۍ خرابې او یا له منځه یووړل شوې.

د جنوري تر ۵مې پر غزه د اسرائیلو یرغلګرو په درې میاشتنیو پرله‌پسې بمباریو کې د دې تړانګې نږدې نیمايي (۴۴ سلنه) ودانۍ ویجاړې او یا زیانمنې شوې. زیاتې ویجاړۍ په شمالي غزه کې رامنځته شوې او تر همدې مهاله په شمالي او مرکزي غزه کې ۷۰ سلنه ودانۍ له منځه یووړل شوې.

روغتیايي مرکزونه هم د اسرائیلو له هوايي او ځمکنیو بریدونو خوندي نه وو او په مرکزي غزه کې د الشفا روغتون په څېر روغتونونه د اسرائیلي عسکرو له لوري محاصره او د بېړنیو مرستو او درملنې لپاره د خلکو له لاسرسي وایستل شول.

د اسرائیلي یرغلګرو له ۱۵ میاشتنیو بمباریو وروسته غزه په پخواني حالت نه ده پاتې او اټکل کېږي، چې نږدې ۶۰ سلنه ودانۍ یې ویجاړې او یا زیانمنې شوې دي؛ تر ټولو ډېر د غزې ښار زیانمن شوی، چې ۷۴ سلنه ودانۍ یې له منځه وړل شوې دي.

د غزې د ښوونځیو وضعیت:

د ۲۰۲۴ په اګسټ میاشت کې د غزې له ۶۲۵ زره ډېر د ښوونځي ماشومان ټول کال له رسمي زده‌کړو پاتې وو.

د غزې ښوونیز سیسټم د اسرائیلي یرغلګرو د بمباریو له امله ویجاړ شوی. ډېری ښوونځي د فلسطیني بې‌ځایه شویو پر پناه‌ځایونو بدل شوي، چې د ښوونیزو ادارو په توګه یې فعالیت درېدلی دی.

د غزې ۸۸ سلنه یا له ۵۶۴ څخه ۴۹۶ ښوونځي زیانمن او یا ویجاړ شوي. د اوچا د راپور له مخې، د ښوونیز سیسټم اړوند ۵۰۳ کارکوونکي شهیدان شوي او د پوهنتونونو ټولې ودانۍ یې ویجاړې شوې دي.

له ودانیو، کارکوونکو یا له اکمالاتو پرته د غزې ښوونیز سیسټم له منځه تللی او پوښتنه پیدا کېږي، چې بېرته به څه ډول رغول کېږي او بیا به فعالیت پیلوي.

غزه کې کورونه:

د غزې ټوله سیمه په کنډوالو او ویجاړیو بدله شوې او میلیونونه اوسېدونکي یې د ژوندي پاتې کېدو او سرپناه لپاره په مرستو متکي دي.

دا ډله‌ییزه بې‌ځایه کېدنه او د زېربناوو له منځه وړل هغه ننګونې دي، چې غزه په بیا رغونه کې ورسره مخ ده. د دې سیمې د وګړو راتلونکی او عادي حالت ته یې د ژوند ګرځېدل د فکر وړ دي.

شاوخوا ۹۲ سلنه (۴۳۶ زره) کورونه او ۸۰ سلنه سوداګریزې زېربناوې ویجاړې او یا زیانمنې شوې. سربېره پر دې په هرو ۱۰ فلسطینیانو کې ۹ یې بې‌ځایه شوي دي.

د غزې د روغتونونو وضعیت:

د غزې روغتونونه له فلج کېدو سره مخ دي. د جګړې په جریان کې څو-څو ځله بریدونه پرې شوي او د اکمالاتو مخه یې نیول شوې ده.

دې بریدونو د غزې تړانګې ډېری روغتونو له خدماتو او فعالیته غورځولي او د غزې په ټول شمال کې یوازې د یوه روغتون په شمول نیمايي یې په جزوي توګه فعال دي.

د دې تړانګې د روغتونونو بیا فعالول اساسي کار او هڅو ته اړتیا لري او ډېری روغتونونه باید په بشپړ ډول له سره ورغول شي.

د غزې زراعت او کرنیزې ځمکې:

د اټکل له مخې د غزې د ټولو کرنیزو ځمکو ۶۸ سلنه له منځه وړل شوې. شمالي غزه تر ټولو ډېره زیانمنه شوې او درې یې پر څلور برخه ځمکې یې ویجاړې او زیانمنې شوې دي.

پر دې سربېره ډېری څاروي وژل شوي، د اوبو لګولو سیسټمونه او نور کرنیز وسایل له منځه وړل شوي، چې بیا رغول یې ستونزمن دي. یاده خاوره باید له ویجاړیو او ناوچاوده توکو پاکه او بیا کرنې ته چمتو کړل شي.

د غزې د کرنیز سیسټم بیاجوړول د پام وړ نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

د غزې د سړکونو وضعیت:

د UNOSAT د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ له اګسټ میاشتې راهیسې د غزې شاوخوا ۱۱۹۰ کیلو متره (۷۴۰ میله) سړکونه ویجاړ شوي، حال دا چې ۴۱۵ کیلو متره (۲۵۸ میله) سخت زیانمن شوي او ۱۴۴۰ کیلو متره (۸۹۵ میله) په متوسط ډول اغیزمن شوي دي. دا په غزه کې د ټولو سړکونو ۶۵ سلنه جوړوي.

سرچینه: الجزیره