د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مسولینو ملت ته د دولت حساب ورکولو لړۍ په دوام خپلې یو کلنې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مرستیال شیخ عبدالحکیم حقاني ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې ویلي؛ چې یاد وزارت د یوې مسولې ادارې په توګه هڅه کوي، چې د افغانستان اسلامي امارت د رهبري او د دولتي او غیر دولتي ادارو په همکاري د هېواد بې وزله، ګونډو، یتمیمانو او معلولینو ته د لوړ کیفیت په بنیاد اغیزمن اقتصادي، فرهنګي، بیارغونې او کارموندنې خدمتونه وړاندې کړي.
نوموړي زیاته کړې، د ټولنیز ادغام په موخه د قوانینو، ستراتیژیو، طرحو او پراختیا په برخه کې د رغنده مشورو په ورکولو سره د یتیمانو، ګونډو او معلولینو د ژوند د ښه فعالیتونو لپاره او د یوې پایدارې او ګټورې ادارې په توګه د څرګندونو او ثبت وروسته د میاشتني نغدي مرستو په برخه کې شفاف او اغیزمن فعالیتونه وړاندې کړي.
شیخ عبدالحکیم حقاني په وینا؛ تېر یوه کال کې په ټولیز ډول ۶۳۸ زره او ۹۵۴ تنه معلولین، کونډې او یتیمان له یاد وزارت سره ثبت شوي، چې له دې جملې ۱۴۹ زره او ۶۷۲ نارینه او ۳۰ زره او ۷۷۷ تنه یې ښځینه معلولین، ۳۷۱ زره او ۴۲۰ تنه یتیمان او ۸۷ زره او ۸۷ تنه یې کونډې دي.
د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مرستیال زیاته کړې؛ چې تېر کال په مرکز کې د شهیدانو او معلولینو ثبتولو برېښنايي سیستم فعال او ۱۸ ولایتونو ته غځول شوي، چې په ټولیز ډول ۷۷ زره او ۶۹۹ تنه بایومتریک او سیستم کې ثبت شوي، له دې جملې ۴۳ زره او ۹۹۵ تنه معلولین او ۳۴ زره ۶۰۲ تنه یې کونډې او یتیمان دي.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مالي او اداري چارو عمومي رییس مولوي کلیم الله افغان ویلي، تېر کال کې د شهیدانو وارثینو، کونډو او معلولینو ته د بانکي سیستم له لارې یو میلیارد ۳۵۹ میلیونه ۳۸۵ زره او ۷۶ افغانۍ حقوق ورکړل شوي دي.
نوموړي زیاته کړې؛ چې کونډو، یتیمانو او معلولینو ته د خوراکي، غیر خوراکي او بیا ځواکمنتیا وسایلو د مرستو برابرولو برخه کې له ۲۳ ملي او نړیوالو موسسو سره د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي او د هېواد په کچه۱۵۰ زره تنه یتیمانو، کونډو او معلولینو سره شاوخوا ۳۵۰ میلیونه افغانۍ نغدي، وېلچیرونو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته شوې.
د یاد وزارت مسولینو په تېر کال کې د دې وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه؛ د حج ادا کولو په موخه د ارشاد، حج او اوقافو وزارت ته د ۹۵۲ تنه معلولینو او شهیدانو وارثینو ور پېژندل، ۸۰ تنه معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته فني او حرفوي زده کړې ورکول او ۱۹۸ تنه معلولین ته د کار زمینه برابرول یاد کړي.
مسولینو د ۱۴۰۲ کال لپاره د دغه وزارت عمده پلانونه؛ نورو ولایتونو ته د برېښنایي سیستم پراختیا، د معلولینو او شهیدانو وارثینو لپاره د مرستو ترلاسه کول، معلولینو او د شهیدانو وارثینو ته د کاري فرصتونو برابرول او اړمنو معلولینو ته د مصنوعي اعضاوو جوړول بللي.