ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ترکیې په یوه هوټل کې اورلګېدنه؛ تر دې مهاله ۶۶ کسانو ژوند بایللی

انادلو خبري اژانس د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له قوله خبر ورکړی، چې د دې هېواد د شمال لوېدیځ په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله تر دې مهاله ۶۶ کسانو ژوند بایللی او ۵۱ نور ټپیان شوي دي.

ویل کېږي، چې ځینې کسانو د ځان ژغورنې په موخه د هوټل له کړکیو ځانونه غورځولي.

پرون سې‌شنبه په ځایي وخت د ماسپښين ۳:۲۷ د ګرانډ کارټل په نوم په یوه ۱۲ ستوریز هوټل کې اور ولګېد، چې ۲۳۴ کسان پکې وو.

دا هوټل د ترکیې په شمال لوېدیځ بولو ولایت کې پروت دی. د دې ولایت والي ویلي، چې هوټل له مرکزه لېرې دی او له همدې امله اور وژونکي په دې واورین موسم کې په یوه ساعت کې هوټل ته رسېدلي وو.

د ترکیې عدلیې وزارت ویلي، چې اور وژنې ۱۲ ساعته وخت ونیو او د پیښې په تړاو یې د مالک په ګډون څلور کسان نیول شوي دي.

تر اوسه د دې اور لګېدنې لامل نه دی روښانه شوی او لا هم پلټنې روانې دي. د لومړنیو معلوماتو له مخې لومړی د هوټل په څلورم پوړ خوړنځي یا رسټورانټ کې اور لګېدلی او بیا نورو برخو ته خپور شوی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان نن (چهارشنبه، د سلواغې درېیمه) په دې هېواد کې ملي ماتم اعلان کړی.

د ترکیې بولو ولایت او لوړ واورین غرونه یې د سیلانیانو د پام وړ ګڼل کېږي او دا هوټل هم په لوړو غرنیو سیمو کې دی، چې سیلانیان په اسانه سکي لوبه کولای شي.