د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني او د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق، عربي متحده اماراتو ته سفر کړی.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي؛ په دغه سفر کې یې د عربي متحده اماراتو له رییس الدولة (ولسمشر) محمد بن زاید آل نهیان سره لیدنه کړې، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د علاقې وړ مسایل، سمییز ثبات، د افغانستان اقتصادي پیاوړتیا او ځینې نورو مهمو موضوعاتو خبرې شوې دي.
دغه سفر په داسې حال کې ترسره کیږي، چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم د یو استازي په مشرۍ هغه هېواد ته سفر درلود او د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې او اقتصادي همکاریو خبرې شوې وې.