ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي بلال کریمي د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۰۲۵م کال انلاین محصول پرانیست غونډې ته وینا کړې

چین کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي” د شانګهای همکاریو سازمان د ۲۰۲۵م کال انلاین محصول او د شانډونګ د پرمختللي تجارت “تر عنوان لاندې پرانیست غونډې ته وینا کړې.

دغه غونډه چې تېره ورځ په بیجینګ کې تر سره شوه، پکې د یاد سازمان د عمومي منشي مرستیال، د دې سازمان سیمه یز مشر، د چین هېواد د سوداګرۍ خونې مشر، او د یو شمیر هېوادونو سفیرانو هم ویناوې کړې دي.

د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي بلال کریمي د شانګهای سازمان له غړو هېوادونو سره د اقتصادي، سوداګریزو، ترانزیټي او کلتوري اړیکو د پراختیا او پیاوړتیا، په یاد سازمان کې د اسلامي امارت د ناظر په توګه د غړیتوب د بېرته احیا کېدو، د سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د لیږد را لیږد پر اهمیت او همکارۍ، چین هېواد ته د افغانستان د زراعتي محصولاتو او صنعتي تولیداتو د ګڼ شمیر اقلامو د صادرولو پر وړاندې د پرتو خنډونو د له منځه وړلو، په چین هېواد کې افغان سوداګرو ته په نندارتونونو کې د پاویلینونو او غرفو په برخه کې د مرستې او اسانتیاوو برابرولو، د بندرونو او ترانسپورتي شبکو په برخه کې د پراختیا او اسانتیاوو په رامنځته کولو او یو لړ نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.

همدارنګه مولوي بلال کریمي د غونډې په حاشیه کې د یاد سازمان د عمومي منشي له مرستیال او نورو مشرانو سره په انفرادي توګه هم لنډې لیدنې کړې دي.