ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کورنیو چارو وزارت: د تېر کال په پرتله په جنایي پېښو کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، چې د اغېزمن امنیتي پلان له مخې یې په ښه توګه د هېواد امنیت ټینګ کړي.

نوموړی زیاتوي، چې ورځ تر بلې د هېواد امنیتي وضعیت په ښه لوري روان دی او په تېر ۲۰۲۴ زیږدیز کال کې په ډیری ولایتونو کې هېڅ امنیتي پېښه نده را منځته شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ټینګار کوي، چې د تېر په پرتله د پولیسو په کشف کې ۹۰.۱ سلنه زیاتوالی راغلی او د جنایي جرمونو کچه هم ۳۰ سلنه را ټېټه شوې ده.

ورته مهال خلک په هېواد کې د بشپړ امنیتي وضعیت څخه خوښ دي او په دې برخه کې د امنیتي ځواکونو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې ستایي.

د کورنیو چارو وزارت له قوله، په هېواد کې د لا ښه امنیت د ټینګښت او جنایي پېښو مخنیوي په پار د موټرسایکل سپرو پولیسو قطعې جوړې شوې، یوازې د کابل پولیسو ته ۷۰۰ موټرسایکلونه ورکړل شوي او له ۹۰ زره زیاتې امنیتي کمرې لګول شوې دي.