ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شېرمحمد عباس ستانکزی: اوسني عصر کې رسنۍ او ویاندویان د هېواد جدي اړتیا ده

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معینیت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته د ظرفيت لوړونې او روزنيز سمينار په درېیمه ورځ هم دوام درلود.

دې سمينار کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو مرستیال مولوي مهاجر فراهي، د بهرنیو چارو وزارت سياسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي، مولوي عبدالهادي مجاهد، اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست رییس مولوي رحمت اللّٰه نړيوال او د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو او مطبوعاتي مسولینو ګډون کړی وو.

سمينار اطلاعاتو ته د لاسرسي رییس مولوي رحمت اللّٰه نړيوال په مقدماتي خبرو پرانستل شو، ورپسې د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځي استاذ پوهنمل شریف اللّٰه وياند ايوبي د رسنيو، رسنيزو چارو او عامه اړيکو په اړه مفصل لکچر وړاندې کړ.

همدا راز استاذ مولوي عبدالهادي مجاهد د دې روزنيز سمينار د جوړولو له امله له اطلاعاتو او کلتور وزارت څخه د مننې ترڅنګ د سمينار د موضوع په اړه خبرې وکړې او ويې ویل؛ معلومات او اطلاعات که په خپل وخت تحليل او خپاره نشي، ستونزې زېږوي، د معلوماتو او اطلاعاتو متوقع تاثيرات بايد وارزول شي، ځکه چې خپرول يې د مقابل لوري سره د اړيکو په کيفيت تاثير کوي، وياندويان بايد الهام بخښونکي او روحيه ورکوونکي معلومات له ولسونو سره شريک کړي، د اسلامي امارت رسنيزه پاليسي په ريښتينولۍ او اعتدال ولاړه ده.

د‌ سمينار وروستۍ وينا د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې وويل؛ اوسني عصر کې رسنۍ او وياندويان د ټولنې او هېواد اشد ضرورت دي، دا ډګر بايد ډېر پياوړی اوسي، بايد له هر ډول حالاتو او شرایطو سره د مقابلې جوګه شي، وياندويان دې هڅه وکړي، چې له خپل اړوند کاري چاپېريال سره سره د هېواد او ټولنې په اړه هم هر اړخيز معلومات ولري.

ښاغلي ستانکزي زياته کړه؛ اسلامي امارت د هېواد ابادۍ، پرمختګ او په ځان بساينې ته ژمن دی، وياندويان دې د‌ هېواد د ابادۍ او پرمختګ خبرونه له رسنيو سره وخت په وخت شريک کړي.