ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روعتیا وزیر او د ترکیې سفیر لیدنه؛ پر دوه اړخیزو روغتیايي همکاریو خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر جِنک اونال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ترکیې هېواد له لوري د ملاتړ کوونکو روغتونونو سره د دوامداره همکاریو پر ملاتړ او پراختیا، افغان روغتیایي پرسونل ظرفیت لوړونې، خصوصي روغتیایي سکتور سره د باکیفیته درملو واردولو پر څرنګوالي، بېړنیو ناروغانو ته د ويزو ورکړې، د مور او ماشوم روغتیا ته پاملرنې، روغتیایي برخه کې پخوانیو هوکړه‌لیکونو ته بیا کتنې، اړوندو برخو کې د هوکړو پلي کېدو او روغتیا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو اړوند خبرې شوې دي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي ترکیې هېواد سره د روغتیا برخه کې دوه اړخیزه همکاري اړینه بللې او یاده برخه کې یې د ترکیې هېواد له لوري د شویو مرستو او همکاریو د مننې سربېره په دې برخه کې د لا همکاریو غوښتنه کړې، ترڅو هېوادوالو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابره شي.

 له بل لوري د ترکیې سفیر روغتیا برخه کې د لا زیاتې همکارۍ ډاډ څرګند کړی دی.