د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په کابل کې د ترکیې سفیر جنګ اونال لیدنه وکړه.
بهرنیو چارو وزارت وايي؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکیې د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د دیپلوماتیکو اړیکو د کچې پر لوړولو او یو لړ نورو سیمهییزو مسایلو خبرې وشوې.
مولوي امیر خان متقي د ترکیې له حکومت مننه وکړه، چې په انقره او استانبول کې یې د افغانستان د حکومت دیپلوماتانو ته د چارو په ترسره کولو کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې ترکیې سره اړیکې د افغانستان اسلامي امارت ته ځانګړی اهمیت لري.
همداراز په کابل کې د ترکیې سفیر په خپل وار ډاډ ورکړی، چې هېواد یې هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو کچه لوړه شي او په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کي ښه پرمختګونه ولرو.