ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ د پانګونې پر یو شمېر طرحو خبرې شوي

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال تېره ورځ دوشنبه د سلواغې میاشتې په دویمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم د خصوصي سکټور له لوري د پانګونې وړاندې شوو طرحو په اړه بحث وشو.

دې غونډې ته په کابل او بلخ ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو، په کابل ولایت کې د میوې او سبزۍ لپاره د مارکېټ او همدا راز د رسمي اسنادو د ثبت او تایید په موخه د برېښنایي سیستم جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې وې.

په غونډه کې له هر اړخیز بحث وروسته ټاکل شویو کمېټو ته دندې سپارل شوې، څو د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره تخنیکي مجلسونه ترسره او راپورونه یې په ټاکلو نېټو د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.