د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست د روان کال په مرغومي میاشت کې په کابل ښار کې لس زره او ۵۰۲ کسانو ته زېږون کارتونه وېشلي دي.
بل خوا یاد ریاست په کابل ښار کې تېره میاشت نهه زره او ۷۳۵ هېوادوالو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو راوستو، شپږ زره او ۱۷۲ کسانو ته د نوې او مثنی پېژندپاڼې د وېش او کاغذي پېژندپاڼو د لغوه کولو او ۱۶ زره او ۸۷۵ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼې د تایید خدمتونه وړاندې کړي دي.
همدارنګه د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو ریاست په مرغومي میاشت کې درې زره او ۴۲۵ کسانو ته د کاغذي پېژندپاڼې غیرحضوري خدمتونه او ترڅنګ یې ۴۱۰ نورو کسانو ته د مړینې پارچې هم وېشل شوې دي.
د يادونې وړ ده، چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست په حضوري او غيرحضوري ډول د کاغذي پېژندپاڼو، زېږون کارتونو او د مړينې پارچو د وېش، د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکنيو رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وګړو د تګ او راتګ د ثبت مسوليتونه پر غاړه لري او په يادو برخو کې هېوادوالو ته د چټکو او رڼو خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن دی.