د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۷/۲۰هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۱۱/۲هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۲۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د نوموړو کورنیو ۱۰۴ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳ تنه و، کابل او ننګرهار ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۳ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱ کورنیو سره ټولې ۷۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په تورخم کې ۹۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په تورخم کې ۱۶۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۵ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې اووه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له اوو کورنیو سره ټولې ۲۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۶۱ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۵۰ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۲۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۵۶ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۶ کورنیو سره ټولې ۳۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۸۵ کورنۍ او ۳۴۱ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۹ کورنۍ او ۴۳ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۷۴ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۷۵ عدده