ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

۱۵ بهرني سیلانیانو د غزني ولایت له تاریخي سیمو څخه لیدنه کړې

د غزني  اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وايي، چې د پولنډ، استرالیا او روسیې څخه راغلو ۱۵ تنو بهرني سیلانیانو د دې ولایت له تاریخي او طبیعي سیمو څخه لیدنه کړې.

یادو سیلانیانو د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ملا حمید الله نثار سره په لیدنه کې ویلي؛ ډاډمن امنیت د دې لامل شوی، چې له بهر څخه سیلانیان افغانستان ته راشي او په دې هېواد کې د شته تاریخي او طبیعي ځایونو لیدنه وکړي.

ملا حمید الله نثار سیلانیانو ته د غزني د تاریخي او طبیعي سیمو په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې له بهر څخه راغلي سیلانیان د هېواد هرې سیمي ته په ډاډه زړه سفر کولای شي.