ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د ناروې د کډوالو شورا له سرمنشي سره لیدنه وکړه

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ناروې د کډوالو شورا له سرمنشي یان اګلېند سره لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې اګلیند په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا د فعالیتونو په اړه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر ته معلومات ورکړل او ویې ویل، په کور دننه له بې‌ځایه شویو سره د مرستو ترڅنګ له ایران او پاکستان څخه له راتلونکو کډوال سره هم په بېلابېلو برخو کې د اړتیا وړ مرستې کوي.

د نوموړي په وینا، چې له مرسته کوونکو هېوادونو سره په اړیکه کې دي څو د افغان کډوالو او نورو بشري برخو کې د خپلو مرستو کچه لوړه کړي.

اګلېند زیاته کړه، هڅه کوي څو د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له وزارت سره په همغږۍ د کډوالو لپاره د سرپناوو برابرولو برخه کې ونډه ولري.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام د کډوالو د ستونزو د حل په موخه د تړونونو د لاسلېک د پروسې د ساده کولو او په دې برخه کې د خنډونو لرې کولو وړاندېز وکړ.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په افغانستان کې یې د دوی د بنسټ په ګډون د ناروې هېواد د همکاریو او بشري مرستو مننه وکړه.

مولوي عبدالکبیر وویل، له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د را ایستلو ترڅنګ کورني بېځایه شوي هم جدی ستونزه ده.

نوموړي زیاته کړه، نړیوال دې اجازه نه ورکوي چې هېوادونه له افغان کډوالو د سیاسي ابزار په توګه ګټه پورته کړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وویل؛ اسلامي امارت هڅه کوي د کډوالۍ لاملونه له منځه یوسي، خو تر هغه چې افغانستان له اقتصادي اړخه پر پښو ودرېږي د نړۍ بشري مرستو ته اړتیا ده.

د ناستې په پای کې نوموړي د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې په کاري ساحه کې به شته ستونزې او خنډونه حل شي.