کابل کې د ایران سفیر علیرضا بېکدلي د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوو اړخیزو اړیکو، د لوړې کچې د پلاوو پر تګ او راتګ، اقتصادي همکاریو او پر یو لړ سیمهییزو مسایلو خبرې شوې دي.
په سر کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه دې دوو اړخیزو اړیکو کې عملي پرمختګونو ته لار اواره کړي.
مولوي امیر خان متقي زیاته یې کړې، چې د چابهار بندر فعالیت او د ظرفیت لوړېدا د دواړو هېوادونو او د ټولې سیمې لپاره د ګډو ګټو ښه بېلګه جوړولی شي.
په کابل کې د ایران سفیر تهران کې له اړوندو ارګانونو سره د افغانستان په تړاو د خپلو کاري ناستو په اړه بشپړ معلومات وړاندې کړي او ټینګار یې کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اقتصادي برخه کې شوې هوکړې عملي شي.
ښاغلي علیرضا بېکدلي ویلي، هېواد یې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کي پرمختګ او عملي کار ته ژمنتیا لري.