ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: ګاونډي هېوادونه دې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند ژر پای ته ورسوي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د اروپايي اتحادیې له شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ پوهار او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د اروپايي اتحادیې شارژدافیرې د کډوالو چارو پخواني وزیر شهید الحاج خلیل الرحمن حقاني د شهادت له امله د تسلیت مراتب وړاندې کړي او څرګنده کړې یې ده، چې اروپايي اتحادیه به د کډوالو او راستنېدونکیو چارو له وزارت سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

ویرونیکا بوسکوویچ پوهار ویلي؛ اروپايي اتحادیې د افغان کډوالو لپاره ۴۷ میلیونه یورو مرسته اعلان کړې ده چې د ښوونې، خوراکي توکو، پاکو اوبو او روغتیايي خدماتو په برخو کې به ولګول شي.

نوموړې ټینګار کړی، چې د دې مرستو په پلي کولو او عادلانه وېش کې د اسلامي امارت همکاري اړینه ده.

د اروپايي اتحادیې شارژدافیرې ویلي؛ اروپايي اتحادیه او له هغې سره شریک بنسټونه د افغان کډوالو لپاره د روغتيايي سکتور، ښوونې، کاروبار، خوراکي توکو او نورو برخو کې د ۱۱۳ میلیونه یورو مرسته ځانګړې کړې ده.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر، له افغانانو سره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو له امله مننه کړې او ویلي یې دي؛ پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې ناوړه چلند او د هغوی په زور ایستلو بهير دې په بېړني دول پای ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې؛ د کډوالو موضوع دې سیاست پورې نه تړل کيږي، او اجازه دې ورکړل شي چې افغان کډوال په خپله خوښه افغانستان ته را ستانه شي.

مولوي عبدالکبیر ټینګار کړی، چې د اسلامي امارت له خوا د راستنېدونکیو افغانانو لپاره د ښارګوټو جوړول او ورته د ځمکو وېش په ولایتونو کې روان دي، خو د دې پروژو د لا ښه پلي کولو لپاره د نړیوالو بنسټونو همکارۍ ته اړتیا ده.

دغه‌راز نوموړي له اروپايي اتحادیې غوښتي، چې په ژمي کې دې د افغان کډوالو لپاره د خوراکي توکو او نورو بشري مرستو ته لومړیتوب ورکړي.

د کډوالو او راستنېدونکیو چارو وزیر ویلي، اسلامي امارت د اقتصادي پروژو له لارې هڅه کوي د بېکارۍ او کډوالۍ لاملونه له منځه یوسي او تر هغې چې افغانستان اقتصادي ځان بساینې ته رسېږي، نړیوالې بشري مرستې دې دوام وکړي.