ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له یوې بهرنۍ کمپنۍ سره د برېښنا تولید برخه کې د پانګونې هوکړه‌ لیک لاسلیک شو

د امارتي شرکتونو عمومي رییس مولوي احمد جان بلال په شتون کې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر، د چک جمهوریت د برېښنا تجهیزاتو تولید او عصري سیستمونو جوړولو کمپنۍ (NWT) مسول ډیویډ ویټیک سره د برېښنا تولید برخو کې د پانګونې ګډ هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د دغه هوکړې پر اساس به یاده کمپنۍ افغانستان کې د برېښنا تولید سربېره، تخنیکي برخو کې پانګونه کوي او د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو ته به د برېښنا ضایعاتو مخنیوي او نویو سیستمونو پلي کولو برخو کې روزنه ورکوي.

د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ په نوښت د برېښنا کورني تولید پراختیا لپاره، د فرصتونو پېژندنې ملي کانفرانس له جوړیدو راهیسې، د برېښنا تولید برخو کې د نړیوالو او ملي پانګوالو لیوالتیا پانګونې ته زیاته شوې، چې د چک جمهوریت یادې کمپنۍ د افغانستان برېښنا شرکت رهبرۍ او اړوند څانګو سره له دې وړاندې هم لومړنۍ ناستې کړې وې او ټولو برخو کې ورته هر اړخیز معلومات ورکړل شوي وو.