بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ترکیې په یوه هوټل کې د اورلګېدنې له امله پر قربانیانو خواشیني ښودلې او د دې هېواد له حکومت او ولس سره یې غمشریکي څرګنده کړې ده.
یاد وزارت ویلي، چې اسلامي امارت او افغانان په دې غمجنه پېښه خواشیني دي او د ترکیې له حکومت او ولس سره همدردي ښيي.
تېره سېشنبه د ترکیې شمال لوېدیځ بولو ولایت کې د ګرانډ کارټل په نوم په یوه ۱۲ ستوریز هوټل کې اور ولګېد.
انادلو خبري اژانس د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له قوله ویلي، چې د دې اورلګېدنې له امله ۷۶ کسانو ژوند بایللی او ۵۱ نور ټپیان شوي دي.
روغتیا وزارت یې بیا وايي، چې له ټپیانو ۱۷ کسان روغ او له روغتون رخصت شوي دي.