ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کابل کې د ۱۴۰۲ کال کانکور لومړي دور ازموینه اخیستل کیږي

د ازموینو ملي ادارې رییس شیخ عبدالباقي حقاني د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد سره په لیدنه کې، د کابل ۱۴۰۲ کال کانکور ازموینې لپاره د امنیتي تدابیرو او بېلابېلو برخو کې د کابل ولایت مقام د همکاریو په تړاو خبرې کړي.

د ازموینو ملي ادارې رییس د کانکور ازموینه اوس مهال د هېواد په کچه مهمه ملي پروسه بللی او ویلي يي دي هڅه مو دا ده، چې د کانکور ملي پروسه په منظم او خوندي ډول پای ته ورسیږي.

شیخ عبدالباقي حقاني زیاته کړې، چې په ولایتونو کې مو د کانکور ازموینه د اړوندو ارګانونو په همکارۍ سره په منظم او شفاف ډول پای رسولې او اوس هڅه کوو په مرکز کابل کې هم دغه ازموینه په ډېر خوندي چاپیریال کې واخلو او ځوانانو ته د روښانه راتلونکي هيلې ورکړو.

د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د کانکور ازموینې په ترسره کولو کې د ازموینو ملي ادارې مشرتابه هڅې وستایلي او ډاډ یې ورکړی، چې د کابل ازموینې په پروسه کې به د ټولو امنیتي، استخباراتي او اړوندو ادارو له لارې پوره همکاري وکړي.

ټاکل شوې د کابل کانکور ازموینې لومړی دور د راتلونکې جمعې په ورځ (زمري په ۲۷مه نېټه) واخیستل شي.