د لوړو زده کړو وزیر د کندهار ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې د افتاء او قضاء څانګې ۶۴ فاضلانو په فراغتغونډه کې ګډون او وینا کړې.
دا ستره فراغتغونډه د کندهار پوهنتون په جامع مسجد کې جوړه شوې وه، چې د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم، د مرکزي دارالافتاء رییس شیخ مولوي نورالله منیر، شیوخ کرامو، د کندهار ابراهیم النخعي رحمه الله علیه جامعې رهبري پلاوي، استادانو، فاضلانو او د فاضلانو سربېره ګڼ شمېر علمای کرامو، مشرانو او ځوانانو برخه لرله.
د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم په دې غونډه کې ویلي؛ په اسلامي نظام کې تر ټولو مهمه برخه قضاییه قوه ده، چې عدالت تأمینوي او حق حقدار ته سپاري او د دې لپاره متخصص اشخاص پکار دي.
نوموړي زیاته کړې؛ له نیکه مرغه اسلامي امارت د افغانستان په ټولو زونونو کې د افتاء او قضاء څانګې لرونکې جامعې فعال کړي، چې متخصص مفتیان او قاضیان روزي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزیر په یاده غونډه کې ویلي؛ زموږ او ستاسو نظام اسلامي دی، د الله تعالی قانون پلی کوي او وضعي قوانین پکې نشته.
نوموړي اسلامي نظام د الله تعالی له لوري ستر نعمت او رحمت یاد کړی او زیاته کړې یې ده؛ دا نظام علمای کرام او مجاهدین ساتلی او چلولی شي، ځکه هغوی یې په اصولو او ارزښت ښه پوهېږي.
شیخ نداء محمد ندیم په علمي ډګر کې د علمای کرامو هڅو او سختیو ته په اشارې سره فارغ شوي فاضلان لا زیاتو زده کړو او څېړنو ته بللي او ورڅخه یې غوشتنه کړې، چې د خپل مسلک اړوند په علمي او قضایي برخو کې کار وکړي.
همدا راز ښاغلي ندیم یادو فارغانو ته سپارښتنه کړې چې متواضع واوسي، له تکبر څخه ځان وساتي او په علمي ډګر کې د خپل هېواد او خلکو د خدمت جوګه شي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه غونډه کې د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی له لوري رالېږل شوی پیغام ولوست، چې یادو فارغو فاضلانو ته پکې په علم عمل کول، له اختلافاتو او تکبر څخه ډډه، لا زیات علم حاصلول او نورې مهمې توصیې ذکر شوې وې.