د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د اسیا لپاره د سرې میاشتي ټولنو او سره صلیبونو د لوی رییس الیکس زنډر میتیاو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ملا نورالدین ترابي لومړۍ له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې پر لاسته راوړانو او ستونزو ګډې خبرې کړي او ویلي یې دي؛ په افغانستان کې زیات شمیر خلګ د غربت او بي وزلۍ سره مخ دي او مرستو ته جدي اړتیا لري.
همداراز نوموړي زیاته کړې، په ولایتونو کې معیاري ګدامونو ته اړتیا ده او خلګ مو خوراکي او غیر خوراکي مرستو ته اړتیا لري.
په ورته مهال الکس زنډر میتیاو د یادي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي څخه مننه کړې، چي تل یې د بشري مرستو په برخه کې زیاته هڅه او همکاري کړې ده او زیانمنو کورنیو ته یې مرستې رسولي دي.
نوموړي زیاته کړې، موږ به د یادې ادارې سره خپل پوره همکارۍ وکړو ترڅو په ګډه سره د پېښو مدیریت او دخلګو اساسي اړتیاوو ته ژر رسیدنه وکړو.