د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمېسيون غونډه وکړه.
د غونډې په پيل کې، ټاکل شويو کمېټو د خپلو ورسپارل شويو فعاليتونو او کړنو په اړه راپورونه ورکړل.
وروسته د ماليې، صنعت او سوداګري وزارتونو او د بدني روزنې، ورزش او المپيک ملي کمېټې پر اړوندو موضوعاتو بحث وشو او په اړه يې لازم تصميمونه ونيول شول.