ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اطلاعاتو او کلتور وزير: اسلامي امارت په هر ډګر کې د رسنیو ملاتړ کوي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري د وزارتونو او مستقلو ادارو د وياندويانو او د رسنيو له مسولينو او استازو سره د همږغۍ غونډه وشوه.

په دې غونډه کې ملا خیرالله خیرخواه ویلي، چې رسنيز مسوليت ډیر مهم دی او داسې مسولانه برخورد باید وکړو، چې له خپل مسير سره مو مطابقت ولري.

دغه‌راز متضاد شيان باید نشر نه کړو ځکه چې ټولنه له خپل اصلي مسير څخه منحرفوي. ټول باید خپل اصلي استقامت تعقیب کړو او له افراط او تفريط څخه ځان وساتو.

نوموړي زیاته کړې، چې په يو شمېر هېوادونو کې په رسنيو ډير سخت قیودات وضع شوي، خو برعکس اسلامي امارت له رسنيو ملاتړ کوي او له دوی څخه يې په هر ډګر کې دفاع کړې ده او بيا يې هم کوي.

د ښاغلي خیرخواه په وینا؛ د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد ملي ګټې خوندي شوې، امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی او ستونزې به په ګډه ختموو.

پر دې سربېره هېواد مو له ډيرو ستونزو راتېر شوی، درې امپراطورۍ پکې ماتې شوې، باید له تېر وخت څخه تجربه واخلو او د افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره اوږه په اوږه کار وکړو.