د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد پخپل کاري دفتر کې کابل کې د قطر هېواد له شارژدافیر مُردِف القاشوطي سره لیدنه کړې.
ښاغلي وزير د قوي او تلپاتې اړیکو سربيره د افغانستان له خلکو سره د قطر هېواد د اوږد مهاله مرستو او همکاریو ستاینه کړې ده.
په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزیر قطر د افغانستان لپاره یو دوست او همکار هېواد بللی او د دې هېواد سره د دوامداره اړیکو پر پیاوړتیا يې ټینګار کړی.
همدارنګه دواړو لورو د اقتصاد، سوداګري او دواړو مسلمانو او ملګرو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا پیاوړتیا او نورو اړوند موضوعاتو په اړه خبرې اترې کړې دي.