د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري پخپل کاري دفتر کې د سعودي عربستان د شاهي هېواد له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره لیدنه کړې.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته تعلقاتو او همکاریو د پیاوړتیا سربېره، په سعودي عربستان کې د ميشتو افغان کاریګرو د ستونزو او ننګونو په هکله هر اړخيزې خبرې شوې.
ملا عبدالمنان عمري په خپلو خبرو کې له افغانستان سره مختلفو برخو کې د سعودي عربستان له مرستو څخه په مننې سره، په دې هېواد کې د ميشتو افغانانو له غوره کوربتوب څخه خوښې څرګنده کړې.
نوموړي ویلي، چې افغانستان د سعودي پانګوالو لپاره مناسب چاپيريال دی او همداراز د سعودي عربستان تجارتي مارکېټ د افغانستان کرنیزو محصولاتو لپاره غوره بازار دی.
ملا عبدالمنان عمري د سعودي عربستان له سفير څخه غوښتي، ترڅو د افغاني کرنيزو محصولاتو او ميوو په مخامخ صادراتو کې هڅه وکړي.
د سعودي عربستان سفیر فیصل بن طلق البقمي خپلو خبرو کې د دواړو دوستو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې تاريخي بللې او ویلي یې دي، چې سعودي عربستان هوډمن دی، ترڅو د افغانستان اسلامي امارت سره يادې اړیکې په اقتصادي، تجارتي، سياسي ډګرونو کې لا زياتې پياوړې کړي.
په پای کې ښاغلي فیصل بن طلق البقمي په عربستان کې د ميشتو افغان کارګرو د ستونزو او ننګونو حل په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.
د کار او ټولنيزو چارو وزیر له دې وړاندې هم د قطر، روسیې او نورو هېوادونو له استازو سره په یادو هېوادونو کې د مېشتو افغان کارګرو او سوداګرو پر ستونزو او غوښتنو خبرې کړې دي.