ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ټولګټو وزارت مرستیال د ریلي همکاریو د پراختیا په موخه اوزبیکستان ته سفر کړی

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د اوزبيکستان په رسمي بلنه ياد هېواد ته د ريلي همکاريو د پراختيا په موخه سفر کړی.

نوموړي د خپل رسمي سفر په لومړۍ ورځ د اوزبيکستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له ریيس نرزلوف زفرغیاسویچ او د يادې ادارې له مرستیال حکمت اللّٰه رحمتوف او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په ياده کتنه کې د افغان لوري لخوا د اړزبيکستان له ريلي همکاريو څخه مننه شوې او ورپسې د حيرتان-مزارشريف د اوسپنيزې کرښې له لارې د سوداګريزو انتقالاتو او صادراتو د زياتوالي او د دوه اړخيزو ريلي همکاريو د پراختيا په تړاو مفصل بحثونه شوي دي.

همداراز د اوسپنيزې کرښې مرستيال د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د اوزبيکستان د ترانسپورټ له وزير الهام محکموف سره هم ليدنه کړې ده.

په دې ليدنه کې دواړو لوريو د افغان-ټرانس پروژې د عملي چارو د پیلېدو پر څرنګوالي او د همږغۍ پر چټکوالي خبرې اترې کړې دي.

د يادونې وړ ده، چې دا سفر د افغانستان او اوزبيکستان ترمنځ د دوه اړخيزو سوداګریزو او اقتصادي اړيکو د تداوم او پراختيا په موخه ترسره شوی دی.