ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړي فاز د استملاک شویو ساحو د پیسو ورکړې پروسه بشپړه شوه

ټولګټو وزارت  وايي؛ د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړي فاز د استملاک شویو ساحو د پیسو ورکړې پروسه بشپړه شوه او د زیانمنو شویو کسانو لپاره د ۱۴۱ میلیونه افغانیو تاوان تادیه شو.

د ټولګټو وزارت او د ځمکو عمومي ریاست استول شوې پلاوي د هرات د ټولګټو رییس په ګډون د شیخ مولانا اسلام‌جار سره په لیدنه کې د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړي فاز د استملاک ساحو د پیسو ورکړې راپور د هرات له والي سره شریک کړ.

د راپور له مخې، د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې لومړي فاز استملاک شوې ساحې د غوریان ولسوالۍ په سیمبول، روج، جنگان او د زنده جان ولسوالۍ په شاده، ممیزک، دایمه سعید نعیم، سنگ بست، ده سرخ او رباط پریان کې موقعیت لري.

د ارزونو پر بنسټ، ۱۳۵ هغو کسانو ته چې د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ په مسیر کې یې شخصي ملکیتونه زیانمن شوي، د ۱۴۱ میلیونه، ۶۴۶ زره او ۱۷۱ افغانیو د جبران خساره پیسې ټاکل شوې وې، چې له دې جملې ۱۰۶ کسانو ته د ۱۲۸ میلیونه، ۵۷۳ زره او ۸۱۳ افغانیو پیسې په عادلانه او شفاف ډول د اسنادو پر بنسټ ورکړل شوې دي.

همدارنګه، ۲۹ کسانو د پروسې پر مهال د نه شتون له امله خپلې جبران خسارې چې اندازه یې ۱۳ میلیونه، ۷۳ زره او ۳۵۸ افغانیو ته رسېږي، ترلاسه نه کړې.

په همدې حال کې، د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار د دې پروسې د بشپړولو لپاره د یاد پلاوي او اړوند مسولینو د هڅو قدردانی کړی او ستایلي یې دي.