د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې افغانستان د بېلابېلو کانونو په لرلو سره د خامو موادو برخه کې د اکتشاف، پروسس او استخراج کافي ظرفیت لري او د اسلامي امارت له بیا حاکمیت وروسته دې وزارت د سیمنټو په برخه کې ۵ لوی قراردادونه کړي دي.
یاد قراردادونه په کندهار، هرات، جبلسراج، جوزجان او لوګر ولایتونو کې له کورنيو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.
د یاد وزارت د ویاند همایون افغان په خبره؛ د سیمنټو د نویو کارخونو په جوړېدو سره به هره کارخونه په ورځني ډول د ۷ څخه تر ۱۰ زرو ټنو سیمنټو د تولید ظرفیت ولري، چې پر بنسټ به یې زیات شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه برابره شي.
بلخوا د اقتصادي چارو کارپوهان د کانونو د اکتشاف او استخراج په برخه کې د اسلامي امارت هڅې مهمي بولي او وايي، چې دغه برخه لا هم زیات کار ته اړتیا لري.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وايي، چې افغانستان د سیمنټو ترڅنګ په نورو بېلابېلو برخو کې هم د کانونو د اکتشاف، پروسس او استخراج ظرفیت لري او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د کانونو د اکتشاف او استخراج لپاره ښه زمینه برابره شوې، چې د کورنیو پانګوالو ترڅنګ يي د بهرنیو هغو پام هم را اړولی دی.