د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت جهادې مدرسې د دستار بندۍ په غونډه کې ګډون او وینا کړې.
په دغه لویه غونډه کې د امرباالمعروف، نهې عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي، د کورنیو چارو مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د خوست والي، سیمه ییزو مسولینو، ګڼ شمېر علمای کرامو، د پوهنتون استادانو او ولسي خلکو ګډون کړی وو.
مولوي عبدالکبیر د فاضلانو كورنیو او علماوو ته د فراغت د مبارکي ویلو ترڅنګ ویلي، له نیکه مرغه د اسلامي نظام تر سیوري لاندې او په بشپړ امن کې ښوونیز مرکزونه فعالیت کوي.
همدارنګه نوموړي اسلامي نظام د افغان ولس د قربانیو او مبارزو موخه یاده کړې ده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر څرګنده کړې، اسلامي امارت د دین په رڼا کې د ستونزو د حل او اسلامي نظام د پیاوړتیا په موخه له سیمې او نړۍ سره اړیکې لري او دا مهال له ګڼ شمېر هېوادونو سره رسمې اړیکې د پیاوړتیا په حال کې دي.
مولوي عبدالکبیر ویلي، پر اسلامي نظام د نیوکو پر ځای دې هڅه وشي، چې اصلاحي نظرونه له اړوندو ادارو سره شریک شي.
نوموړي زیاته کړې، له افغانستان څخه د سیمې او نړۍ غوښتنې د اسلامي امارت د پالیسۍ په رڼا کې تضمین شوې او دا مهال نړیوال له افغان خاورې اندېښنه نه لري.
مولوي عبدالکبیر د اسلامي امارت له بریا وروسته د ولس د هوسا ژوند لپاره د هڅو یادونه کړې او په وینا یې اسلامي نظام د افغانستان د پرمختګ لپاره دوامداره هڅې کوي.
همدارنګه نوموړي د وینا پر مهال یادونه کړې، چې ملي بودیجه د اسلامي امارت لخوا ورکول کیږي او همداراز د غونډې په پای کې ټول فارغ فاضلان د مولوي عبدالکبیر لخوا په نقدي ډالیو نازول شوي دي.