د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۴۵۴ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.
ثبت شوي ارقام ښیي، چې د روان کال په مرغومي میاشت کې د ۴۳ ښځینهوو په ګډون یو زر او ۳۱۶ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۶ ښځینهوو په ګډون، یو زر او ۱۳۸ نور له هېواده وتلي دي.
د ثبت شويو ارقامو له مخې ښکاري، چې یو زر او ۲۹۶ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۲۰ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي، چې له دې ډلې یې ۱۹۹ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.
د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، ترټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور له بندر، د هرات هوايي ډګر او بندرونو، د تورخم او د فاریاب ولایت د اقینې بندر له لارې هېواد ته راغلي دي.