ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

حماس غورځنګ غزه کې څلور اسرائیلي بندیانې خوشې کړې

غزه تړانګه کې د اوربند هوکړې له پلي کېدو وروسته حماس اسلامي غورځنګ یو ځل بیا څلور اسرائیلي بندیانې خوشې کړې.

دې غورځنګ یادې اسرائیلي بندیانې نن (شنبه، د جنوري ۲۵مه) غزه ښار کې سره صلیب ته وسپارلې. ټاکل شوې چې اسرائیلي رژیم به هم ۲۰۰ فلسطیني بندیان ازاد کړي.

د راپورونو له مخې، دې اسرائیلي بندیانو د صهوینستي رژیم په پوځ کې دندې درلودې.

اسرائیلو تایید کړې، چې سره صلیب ته سپارل شوې څلور خوشې شوې بندیانې یې ور رسېدلې دي.

تېره اونۍ هم د غزې د اوربند هوکړې په لومړۍ مرحله کې درې اسرائیلي بندیانې خوشې شوې او په مقابل کې یې ۹۰ فلسطینیان ازاد شول. پر دې سربېره غزې ته د بشري مرستو د ننوتو اجازه هم ورکړل شوې ده.

د اوربند د هوکړې له مخې به اسرائیلي عسکر د غزې په مرکز کې له نتزاریم دهلیز سیمې څخه هم وځي او سلګونه زره بې‌ځایه شویو فلسطینیانو ته به اجازه ورکوي، تر څو د دې تړانګې په شمال کې خپلو مېنو او کورونو ته ور ستانه شي.

دغه‌راز اسرائیل به رفح بندر د بشري مرستو او نورو سوداګریزو توکو د لېږد لپاره پرانیزي.

غزه کې د جنوري میاشتې پر ۱۹مه اوربند پیل شو او پر بنسټ یې ۱۵ میاشتنۍ جګړه پای ته ورسېده.