ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې اوربند؛ ۲۰۰ فلسطیني بندیان او ۴ اسرائیلي بندیانې خوشې شوې

غزه تړانګه کې د اوربند هوکړې له پلي کېدو وروسته پرون (شنبه، د جنوري ۲۵مه) د دویم ځل لپاره د حماس اسلامي غورځنګ او اسرائیلو تر منځ بندیان تبادله شول.

حماس غورځنګ ۴ اسرائیلي بندیانې خوشې کړې، چې په بدل کې یې اسرائیلو ۲۰۰ فلسطیني بندیان ازاد کړل.

دا دویم ځل دی، چې حماس غورځنګ او اسرائیلي رژیم غزه کې د اوربند هوکړې پر اساس بندیان تبادله کوي.

له دې وړاندې تېره یکشنبه هم حماس غورځنګ ۳ اسرائیلي بندیانې او په بدل کې یې صهیونیستي رژیم ۹۰ فلسطیني بندیان خوشي کړل.

پرون شنبه سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) تایید کړې، چې ۱۲۸ فلسطیني بندیان یې غزې او اشغال شوې لوېدیځي غاړې ته لېږدولي؛ حال دا چې سیمه‌ییزو مسولینو د پاتې نورو د خوشي کولو او لېږد چارې ترسره کړې دي.

فلسطینیانو د اشغال شوې لوېدیځي غاړې په رام‌الله کې د یادو بندیانو هرکلی کړی.