د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د کورنیو چارو وزارت د سراج الاسلام دیني مدرسې د فاضلانو په فراغتغونډه کې ګډون او وینا کړې.
د لوړو زده کړو وزیر د سراج الاسلام دینې مدرسې د فاضلانو په دې فراغتغونډه کې فارغو فاضلانو ته مبارکي ویلې او لا نورو زده کړو ترلاسه کولو ته یې هڅولي دي.
شیخ نداء محمد ندیم عالمان د ټولنې مشالونه، د هدایت څلي او په امت کې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم وارثان یاد کړي او ویلي يې دي؛ په پخوانیو ادارو کې عالمان ډېر ځپل شوي ډېرې قربانۍ یې ورکړې دي، زندانونه او شهادتونه یې ګاللي او اوس چې اسلامي نظام دی د عالم ترڅنګ د هر چا خپل مقام او حیثیت معلوم دی، اوس علمای کرامو ته نور مسولیتونه متوجه دي، باید چې په ښه شکل یې ادا کړي.
نوموړي فاضلانو ته په خطاب کې ویلي؛ په داسې ټولنه کې ژوند کوئ، چې هلته د ټولنې وګړي په هره برخه کې تاسو ته اړتیا لري، کوښښ وکړئ چې د الله تعالی دین خلکو ته ورسوئ او سمې لارې ته یې راوبلئ.
د لوړو زده کړو وزیر همدارنګه زیاته کړې، چې هغه خلک چې د انسانانو یوې طبقې ته هیڅ د انسانیت په سترګه نه ګوري، هغوی ځانونه د بشر مدافعین معرفي کوي.
ښاغلي ندیم ویلي، هېڅ مسلمان او په ځانګړي ډول اسلامي نظام به په هېڅ قیمت د الله تعالی پر دین له چا سره معامله ونکړي.