ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانستان، اوزبيکستان، قرغيزستان او چين ترمنځ د څلور اړخيزه اقتصادي دهليز تړون وغځول شو

د تولګټو وزارت وایي؛ اوزبيکستان ته د تولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده د سفر په ترڅ کې د افغانستان اوزبيکستان، قیرغیزستان او چين ترمنځ د څلور اړخيزه ريلي دهليز تړون د يوه بل کال لپاره وغځول شو.

د افغانستان-چين ترمنځ د دغه ريلي دهليز له لارې په تېر ۲۰۲۴م کال کې څلور زره او ۲۰۰ کانټينره انتقالات ترسره شوي وو، چې د روان ۲۰۲۵م کال لپاره يې تړون بياځلې وغځول شو.

ياد دهليز چې له چين-قرغيزستان-اوزبيکستان څخه په تېرېدو د حيرتان-مزارشريف اوسپنيزې کرښې سره وصل دی، چې په ۲۰۲۲م کال کې د يادو څلورو هېوادونو لخوا جوړ شوی دی.

دغه‌راز ټاکل شوې ده، چې د یاد دهليز د تړون په غځېدو سره به له همدې لارې په ريلي انتقالاتو کې د پام وړ زياتوالی راشي.