د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، چې د تېر کال په پرتله د انسان تښتونې او اختطاف پېښو ګراف صفر ته را ټیټ شوی دی.
نوموړی زیاتوي؛ اسلامي امارت هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د خلکو امنیت ته ګواښ پېښ کړي.
د ښاغلي قانع په وینا؛ هېواد کې د اختطاف ټولې کړۍ له منځه وړل شوې او مجرمین یې نیول شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند دغه راز وايي؛ اسلامي امارت د هغو انسان تښتوونکو پر وړاندې هم جدي عمل کوي، چې له هېواده بهر د افغانانو په تښتولو کې لاس لري.
ورته مهال د سوداګرۍ او پانګونې خونه د امنیتي بنسټونو له لوري د انسان تښتوونکو کړیو له منځه وړل ستایي او وايي، چې اوسمهال پانګوال په ډاډه زړه په افغانستان کې کار او پانګونه کولای شي.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، هېواد کې د تیر کال په پرتله د جنايي جرمونو کچه ۳۰ سلنه را کمه شوې ده.