ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د ولسونو د ستونزو حل د اسلامي امارت مسولیت دی

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر خوست ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د ګربزو ولسوالۍ د علمای کرامو او قومي مخورو په ناسته کې ګډون کړی.

دغه ناسته چې د ګربزو ولسوالۍ په اشرفیه مدرسه کې جوړه شوې وه، د امرباالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ محمد فقیر محمدي هم په کې شتون درلود.

په پیل کې قومي مخورو او علمای کرامو ګربزو ولسوالۍ ته د مولوي عبدالکبیر د سفر له امله خوښي څرګنده کړې او په دغه ولسوالۍ کې یې د یو لړ ستونزو د حل په برخه کې د نوموړي هڅې ستایلي دي.

قومي مخورو د کډوالو او بېرته راساتنېدونکو چارو وزیر ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی او ویلي یې دي، د اسلامي نظام ساتنه د دوی مسولیت دی.

همدارنګه د ناستې پر دوام د ګربزو قومي مخورو او علماو د ځینو موضوعاتو په هکله د ولس وړاندېزونه له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړي دي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په خوست کې د ولسونو له مشرانو سره په لیدنو خوښي څرګنده کړې او د جهاد په بریا او د اسلامي نظام په راتګ کې یې د هغوی هڅې ستایلې دي.

مولوي عبدالکبیر ویلي، د خلکو د ستونزو حل د اسلامي امارت مسولیت دی او حکومت هڅه کوي څو پر وخت د ولس ستونزو ته حل ولټوي.

دغه‌راز نوموړي د مدرسو او نورو ښوونیزو مرکزونو د ستونزو پر حل ټېنګار کړی او په دې برخه کې یې د خلکو د مرستو ستاینه کړې ده.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر زیاته کړې، د مدرسې او عصري زده کړو علما اسلامي امارت ته د قدر وړ دي.

د ناستې په پای کې نوموړي د اسلامي امارا لخوا د ګربزو د ولس وړاندېزونو ته د رسیدنې یادونه کړې ده.