د زابل مرکز قلات اړوند باباګګ سیمه کې د عامې روغتیا ریاست تر چتر لاندې د کډوالو عالي کمیشنرۍ یا UNHCR په همکاري نوی جوړ شوی ۳۰ بستریز روغتون د څه باندې ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد روغتون د ګټې اخیستنې پر مهال د زابل ولایت د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي بخت الرحمن شرافت، د زابل مرستیال والي مولوي محب الله حماس او ګڼو نورو مسولینو شتون درلود.
د پرانیستې په مراسمو کې د زابل ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر میرویس افغان ویلي، په دې روغتون کې به د زابل له مرکزي روغتون وروسته د قلات ښار او ښار ته له نورو سیمو د راوړونکو ناروغانو درملنه کیږي.
د نوموړي په وینا، یاد روغتون دوه زره او ۶۴۰ متره مربع ځمکه کې جوړ شوی دی.
همدارنګه ډاکتر میرویس افغان زیاته کړې، د دې روغتون له لارې به څه باندې ۲۵۰ زره کسانو ته د نسای ولادي، اطفالو، داخله، جراحي او عمومی برخو خدمتونه وړاندې شي.
د ځايي اوسېدونکي بیا د یاد روغتون په جوړیدو خوښ دي او په وینا یې، له دې وړاندې به یي چې کله ناروغان تر ولایتي روغتونه پوري رسول له ستونزو سره به مخ ول.
دوی ویلي، په دې سره به یې روغتیایي ستونزې حل شي او د ډیریو نورو سیمو اوسېدونکو ته به هم روغتیایي خدمات ورسیږي.