د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د یوه پلاوي په مشري کابل ته را ورسېد.
یاد وزارت زیاتوي، چې مولوي امیرخان متقي یې د وزارت په مقر کې هرکلی وکړ او تر منځ یې دوه اړخیزه ناسته پیل شوه.
کابل کې د ایران سفارت هم ویلي، چې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر یې د یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ نن (یکشنبه، د سلواغې ۷مه) کابل ته را ورسېد.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ښاغلی عراقچي به د اسلامي امارت له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو د لا پياوړتیا او یو شمېر نورو موضوعاتو په تړاو خبرې وکړي.