د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي کونړ ولایت ته د سفر پرمهال د دې ولایت مرکز اسعداباد اړوند تیشې سیمه کې د پینځه میلیونه افغانیو په ارزښت د یو بنسټیز روغتیایي مرکز د جوړېدو بنسټ ډبره کېښوده.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي، د کونړ عامې روغتیا رییس قاري مظفر خان مخلص، قومي مشرانو، دیني عالمانو د یو شمېر ادارو رییسانو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.
مولوي نورجلال جلالي د یاد روغتیایي مرکز د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې هېوادوالو ته د معیاري روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ورکړ او هم یې د تیشې د سیمې اوسېدونکو لپاره د یاد روغتیایي مرکز جوړېدل مهمه لاسته راوړنه وبلله.
د دغه روغتیایي مرکز تعمیراتي چارې د یو هېوادوال په مالي همکارۍ پیل شوې، چې په جوړېدو سره به یې شاوخوا ۱۵ زره خلک له روغتیایي خدمتونو برخمن شي.