ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پکتیکا کې په ۱۰۰۰ جریبه ځمکه صنعتي پارک جوړېږي

د پکتيکا ولايت د صنعت او سوداګرۍ رییس ملا ښادي خان حسين حيدري وايي، د عالیقدر اميرالمؤمنين حفظه الله تعالي د حکم پر بنسټ د پکتيکا ولايت په يوسف خيل ولسوالۍ د پارک په سېمه کې  ۱۰۰۰ جريبه ځمکه د يوه صنعتي پارک د جوړېدو لپاره ځانګړې شوه.

نوموړي زیاته کړې، ياد صنعتي پارک به د سوداګرو، او صنعت کارانو په توليد او کاروبار کې مثبت تغير رامنځته کړي.

همدارنګه ملا ښادي خان حسين حيدري د افغانستان اسلامي امارت قدرمن مشر عالیقدر امیر المؤمنين حفظه الله څخه د مننې ترڅنګ هيله ښودلې، چې د پکتيکا د سوداګرو، او صنعت کارانو لويه ستونزه حل کېدونکې ده او د دې صنعتي پارک د جوړېدو سره هم مهاله یاد ولایت اقتصادي پلوه نور هم پرمختګ وکړي او ګڼ شمير خلکو ته به پکي کاري زمېنه برابره شي .

د يادونې وړ ده، چې پکتيکا زيات شمير پانګوال لري خو د برېښنا او صنعتي پارک نه شتون يې د پانګونې مخه ډب کړې وه.