ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي صدر اعظم عثماني: کرنې وزارت د وارداتو پر ځای په کور دننه تولیداتو پیاوړتیا ته لومړیتوب ورکوي

کرنې وزارت وایې؛ د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني د هګیو واردوونکو سوداګرو ټولنې غړو سره په یوه ناسته کې د هګیو وارداتو او بانکي تعرفو په اړه خبرې وکړې.

یاد وزارت زیاته کړې؛ په دې ناسته کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال ټينګار وکړ، چې د وزارت موخه د سوداګرو ملاتړ او هغوی د هېواد دننه پانګونې ته هڅول دي.

نوموړي وویل؛ موږ نه غواړو چې سوداګر زیانمن شي، خو زموږ اساسي موخه دا ده، چې پر وارداتو د تکيې پر ځای، سوداګر د هېواد دننه تولید وکړي.

د هګیو واردوونکو سوداګرو د ټولنې رییس نجیب‌الله وویل؛ زموږ اساسي موخه ځان‌بسیاينه ده، موږ هڅه کوو چې د چرګانو لوی فارمونه جوړ کړو. دا ګام به د سوداګرو، خلکو او دولت لپاره ګټور وي، خو موږ ملاتړ ته اړتیا لرو.

نوموړي زیاته کړه؛ افغانستان د چرګانو د غوښې په تولید کې ځان‌بسیاينې ته نږدې شوی، خو د هګیو تولید یې لا هم بسنه نه کوي او د دې محصول یوه لویه برخه له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول له پاکستان او ایران څخه واردېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې زرګونه د چرګانو فارمونه فعال دي، چې د غوښې او هګیو په تولید بوخت دي.