ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم پر اساس کابل کې لسګونه جوماتونه جوړېږي

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي؛ د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم سره سم، ټاکل شوې چې په کابل ښار کې لسګون جوماتونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاد وزارت زیاتوي؛ د امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم د پلي کېدا په پار د حج، ارشاد او اوقافو وزارت، امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت، د کابل ښاروالۍ ریاست او د کور او ښار جوړولو وزارت څخه یوه ګډه تخنیکي کمېته جوړه شوې، چې د یادو جوماتونو د جوړولو لپاره په کابل ښار کې ځایونه په نښه کړي.

د کور او ښار جوړولو وزارت تخنیکي سلاکار انجنیر محمد یاسین هوتک وایي، دوی په کابل ښار کې ۹۹ ساحې په نښه کړي، چې له ډلې یې د اړتیا له مخې د اوسمهال لپاره په ۵۷ ځایونو کې جوماتونه جوړېږي.

نوموړي زیاته کړې، دوی د کابل ښار په ۲۲ ناحیو کې ګرځېدلي او هغه ځایونه یې په نښه کړي، چې اړتیا وه جوماتونه په کې جوړ شي.

همدارنګه د کور او ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو معینیت د یادو ساحو کروکي اخلي، سروې کوي یې او سکېچ ورته جوړوي، چې بیا د مسکن، ودانیزو چارو او د پروګرامونو معینیت ورته د حج او اوقافو وزارت څخه د لارښونې ترلاسه کولو وروسته منظمې نقشې جوړوي.

انجنیر محمد یاسین هوتک وایي، د نقشو تر جوړېدو وروسته به یې تدارکاتي پړاونه سرته ورسېږي او بیا به پروژې پلي کولو ته لاړې شي، چې د پلي کولو له چارو به یې د کور او ښار جوړولو وزارت څارنه کوي.