ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د ترستکو میدل ایست (منځني ختيځ) شرکت د بهرنيو اړيکو له رییس دوکتور درخشان سره په خپل کاري دفتر کې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د ترستکو میدل ایست (منځني ختیځ) شرکت د بهرنيو اړيکو رییس د ټولګټو وزير سره له ليدنې څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل؛ زموږ (Trustco Middle East GmbH) شرکت د سړکونو او اوسپنې پټلۍ د جوړولو او د معدنونو په برخه کې پراخه تجربه لري او غواړو چې د ټولګټو وزارت سره د سرک جوړونې او اوسپنيزې کرښې د رغونې په برخه کې ګډکار وکړو.
د ټولګټو وزیر نوموړي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دوی له ليوالتيا څخه مننه وکړه او ویې ویل؛ دامهال په افغانستان کې تر بل هر وخت امنيت ښه شوی او په بېلا بېلو برخو، په ځانګړې توګه د سړک او اوسپنيزې کرښې په برخه کې کورنيو او بهرنيو پانګوالو ته د پانګونې بشپړه زمينه برابره ده.
ملا محمد عیسی ثاني زیاته کړه؛ ستاسې وړانديزونه به د افغانستان اسلامي امارت له رهبرۍ سره شريک کړل شي او وروسته تاسو کولی شئ، چې د پالیسۍ سره سم د ياد وزارت په پروژو کې برخه واخلئ.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې يو شمېر نورو بهرنیو پانګوالو هم د هېواد د سړکونو او اوسپنيزې کرښې په برخه کې پانګونې ته ليوالتيا ښودلې وه.