د افغانستان بانک وايي؛ د دې بانک د رییس نوراحمد اغا په مشرۍ د صرافانو ټولنې له استازو سره غونډه جوړه شوه او د افغانۍ د ارزښت ساتنې، احتکار او اسعارو د قاچاق د مخنیوي اړوند مسایلو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.
په دې غونډه کې د افغانستان بانک رییس نور احمد اغا وویل؛ د افغانستان بانک د خپلو قانوني او ملي مسولیتونو په چوکاټ کې په پوره ژمنتیا سره هڅې کوي، چې د هېواد اقتصادي ثبات، د افغانۍ ارزښت ساتنې، او د بیو د ثبات لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.
نوموړي زیاته کړه، د بیو او د اسعارو د تبادلې په نرخونو کې بدلونونه نه یوازې زموږ په هېواد، بلکې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې رامنځته کېږي، افغانۍ په تېرو څو کلونو کې د سیمې د هېوادونو په کچه د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ده، چې دا د افغانستان بانک د هلو ځلو، د درنو هېوادوالو د باور او نورو اړوندو ادارو د همکاریو او ښې همغږۍ پایله ده.
د افغانۍ د وروستیو نوساناتو په اړه نوموړي ډاډ ورکړی، چې دا نوسانونه تر ډېره اقتصادي اړخ نه لري او د اندېښنې ځای نشته.
ښاغلي نور احمد اغا وویل؛ په مرکز او ولایتونو کې د لیلام پروسې له لارې د اسعارو عرضه، د اسعارو د مبادلې د شفافیت او ښه تنظیم لپاره د ځانګړي بازار رامنځته کول هغه اقدامات دي، چې د افغانستان بانک یې تر لاس لاندې لري.
نوموړي همدارنګه د خپلو خبرو پر مهال له صرافانو وغوښتل، چې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره د احتکار او د اسعارو له قاچاق څخه د مخنیوي په برخه کې همکاري وکړي او که په دې برخه کې سرغړونه ولیدل شي، قانوني چلند به ورسره وشي.
د یادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د صرافانو ټولنې استازو هم له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې د لارښونو مراعات کولو ژمنه وکړه.