ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ايران د بهرنيو چارو وزير: افغانستان کې وروستيو پرمختګونو ته په کتو له اسلامي امارت سره خپله همکاري نوره هم پراخوو

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ايران د بهرنيو چارو له وزير ډاکترسيد عباس عراقچي سره، چې د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و، نن غرمه په ارګ کې لیدنه وکړه.

 په پيل کې ملا محمد حسن اخوند، عراقچي او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او د دواړو مسلمانو او وروڼو هېوادونو ترمنځ يې د ډيپلوماتيکو، سياسي او اقتصادي اړيکو د پياوړتيا او پراختيا لپاره د دغو سفرونو د زياتوالي غوښتنه وکړه.

 د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي له افغانستان سره د ايران تاريخي، ديني او اقتصادي اړيکو ته په اشارې وویل، خوښ يوو چې له څلورو لسيزو وروسته په افغانستان کې سراسري امنيت ټينګ شوی او په لوړه کچه د ډيپلوماتانو منل او د اړيکو پالل د دې ښودنه کوي، چې ايران د افغانستان اسلامي امارت سره پياوړې اړيکې لري.

 ښاغلي عراقچي زیاته کړه؛ د ايران امنيت او ثبات د افغانستان په امنيت او ثبات پورې تړلی دی او په افغانستان کې وروستيو پرمختګونو دې نتيجې ته رسولي يوو، چې له اسلامي امارت سره بايد همکاري نوره هم پراخه شي.

 د ايران د بهرنيو چارو وزير په ياد هېواد کې د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او د اوبو موضوع ته په اشارې وويل، دواړه موضوعات بايد د همکاريو د پراختيا لامل شي او ايران په ابرومندانه ډول د غير قانوني افغان کډوالو ستنولو ته ژمن دی.

 نوموړي زیاته کړه؛ ايران هېڅکله د افغانستان په داخلي سیاست کې د مداخلې نيت نه لري او د اوبو ستونزې د حل لپاره يې د افغانستان او ايران ترمنځ په بشپړ ډول د هلمند د سیند د اوبو تړون د تطبيق غوښتنه وکړه.

 د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د ايران او افغانستان ترمنځ د پلاويو د تګ راتګ زياتېدو غوښتنه وکړه او وې ويل، اسلامي امارت د تفاهم له لارې له ايران سره د مشکلاتو د حل غوښتونکی دی.

 ملا محمد حسن اخوند وويل، د تفاهم او ورورګلوۍ په فضا کې ژوند او د اړيکو پالل به د دواړو وروڼو هېوادونو د اړيکو پياوړتيا او د ملتونو د هوساينې لامل وګرځي.

 رییس الوزرا زیاته، د اوبو په موضوع کې افغانستان هيڅکله ايران ته د ضرر رسولو هوډ نه لري او په دې برخه کې د ښه نيت پر اساس تعامل کوي.

 نوموړي د ايران له لوري له افغان کډوالو سره د اسلامي او ورورګلوۍ اصولو پر اساس د چلند غوښتنه وکړه او وې ويل، د تاريخ په اوږدو کې په لويه پيمانه د اقتصادي مسايلو له مخې له افغانستان څخه ايران ته د ورغلو افغان کډوالو د ایستنط مديريت په لنډه موده کې امکان پذيره نه دی او په دې برخه کې يې له ايران څخه د تدريجي اقداماتو غوښتنه وکړه.

 رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په ايران کې د افغان کډوالو د نيولو او ځورولو لړۍ ته په اشارې زیاته کړه؛ کله ناکله د افغانانو اعدام هم عامه احساسات راپاروي، نو باید د ښه ګاونډیو پر اساس ورسره د مهربانۍ له مخې چلند وشي.