د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر ډاکټر سید عباس عراقچي سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو، په ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت، پر ګډو پولو او د اوبو پر مسایلو خبرې اترې شوې دي.
په سر کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر خپل ایراني سیال ته هرکلی ویلی او هیله یې څرګنده کړې، چې کابل ته یې سفر د دواړو هېوادونو په اړیکو کي لازیات تحرک رامنځته کړي او دوې اړخیزې اړیکې نوي پړاو ته داخلې شي.
مولوي امیر خان متقي همداراز ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګڼو مشترکاتو او خصوصاً ګډو ګټو ته په پام باید د ډیپلوماټیکو اړیکو سطحه لوړه شي.
ښاغلي متقي له فتحې وروسته د امنیتي وضعیت د ښهوالي او د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو لوړېدو په تړاو خپل ایراني سیال ته ویلي، چې افغانستان له لسیزو جګړو وروسته د ډاډمن امنیت څښتن شوی او دا د ټولې سیمې په ګټه ده.
د بهرنیو چارو وزیر له ښاغلي عراقچي غوښتي، چې په ایران کې دې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت ښه والي ته پاملرنه وشي او زیاته کړې یې ده، چې د کډوالو باعزته راستنېدل د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي؛ خو دا چې دا پروسه وخت نیسي، د ایران په ګډون له ګاونډیو هېوادونو د همکارۍ هیله کوو.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د مسایلو په تړاو ویلي، چې د اقلیم د بدلون له امله ټوله سیمه وچکالۍ ځپلې ده او افغانستان هم د وچکالۍ قرباني دی. موږ د هلمند، نیمروز، سیستان او بلوچستان خلکو ته په یوه نظر ګورو او کوښښ کوو، چې دواړو لورو ته او به ورسیږي. دا موضوع نور هېڅ ډول خنډونه نه لري، یوازې د اورښتونو له زیاتوالي سره تړاو لري.
د ايران اسلامي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير ویلي، چې امنیت او ثبات په افغانستان کې په حقيقت کې په ايران کې د ثبات په معنا دی او د افغانستان اسلامي امارت په تېرو درې نيمو کلونو کې ښه پرمختګونه کړي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې کابل ته يې سفر د دواړو هېوادونو په اړيکو کې د نوي مسير د پيل په معنا دی او دوې اړخيزې اړيکې نوي څپرکي ته داخلوي.
ښاغلي عراقچي د مخدره توکو پرخلاف د افغان حکومت مبارزه مؤثره بللې او وړانديز يې کړی، چې د دواړو هېوادونو اړوند ارګانونه د مخدره موادو پرخلاف د مبارزې په برخه کې يو له بل سره تجربې شريکې کړي.
د ايران د بهرنيو چارو وزير د اوبو مسئله يوه انساني موضوع ګڼلې او ویلي یې دي، چې اوبه بايد د همکارۍ پر موضوع بدله شي او دواړه لوري په دې اړه تخنيکي همکارۍ ولري.
په پای کې دواړو لوريو د مطرح شوو مسايلو پر تعقيب ټينګار کړی او هوکړه شوې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لوړې کچې پلاوو تبادله ادامه پيدا کړي.