د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په خوست کې د ځدراڼ، تڼي، ګربز، صبري، بکرخیل، تریزیي، توراوبه، هارونخیل، قدم، لنډر، صدک، ذکرخیل وزېر، خرڅین، لګڼ، شمل او متون له ګڼ شمېر علماو او قومي مخورو سره په ناسته کې ګډون کړی.
د ناستې په پیل کې د خوست حاضرو علمای کرامو او قومي مخورو د ولس د غږ اورېدلو او د اسلامي نظام د پیاوړتیا په برخه کې د مولوي عبدالکبیر هڅې وستایلې.
یادو مشرانو حکومت ته د همکارۍ او مرستۍ ډاډ ورکړل او همدارنګه د خوست شیخ ذاید پوهنتون د ودې او پراختیا په هکله یې اسلامي امارت ته وړاندېزونه وکړل.
مولوي عبدالکبیر په خوست کې له قومي مشرانو او علمای کرامو سره په لیدنو خوښي څرګنده کړه او له حکومت یې د هغوی د همکاریو ستاینه وکړه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر وویل، د اسلامي نظام د راتګ په ویاړ کې ټول ولس او قومونه ونډه لري.
د نوموړي په وینا اسلامي امارت د پخوانیو صالحو مجاهدینو لاره تعقیب کړې او ولس خپلو هیلو ته رسیدلی دی.
مولوي عبدالکبیر یادونه وکړه، چې یو شمېر هېوادونو د حقایقو په درک سره دا مهال له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري.
نوموړي وويل، د ګاونډ پر ضد وسله والو ته ځای ورکول د اسلامي امارت پالیسي نه ده بلکې افغان حکومت تعامل او همکاریو ته لومړیتوب ورکوي.